د ننګرهار امنیه قومنداني وایي د جلالاباد ښار د لومړۍ او اوومې امنیتي حوزې اړوند قصبه او سبزآباد سیمو، همدارنګه د بټيکوټ او کوټ ولسوالیو په بېلابېلو سیمو کې په څلورو جلا ترافیکي پېښو کې اووه کسان مړه او یو تن ټپي شوی دی.
د معلوماتو له مخې، د بټيکوټ ولسوالۍ اړوند سیمه کې ایکوا موټر له ونې سره ټکر کړی، چې په پایله کې یې څلور مېرمنې، چې ټولې د یوې کورنۍ غړې وې، خپل ژوند له لاسه ورکړی او موټرچلوونکی سخت ټپي شوی دی.
همدارنګه، د کوټ ولسوالۍ په مربوطاتو کې یوه سوزوکي موټر یو ماشوم وهلی، چې ماشوم یې له امله خپل ژوند له لاسه ورکړی.
د جلالاباد ښار د لومړۍ امنیتي حوزې اړوند په قصبه سیمه کې بیا ټیلر موټر یو ماشوم وهلی، چې ماشوم په دې پېښه کې خپل ژوند له لاسه ورکړی.
او د اوومې حوزې اړوند سبزآباد په سیمه کې هم د یوې ترافیکي پېښې له امله یو تن خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
د لومړنیو معلوماتو له مخې، یادې ترافیکي پېښې د موټرچلوونکو د بېاحتیاطۍ او د ترافیکي اصولو د نه رعایت له امله رامنځته شوې دي.
سرچینه: شرق نیوز

