د اسلامي امارت مرستیال ویاند ملا حمدالله فطرت پر اېکس ټولنیزه شبکه د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشاء د کمېټو ورځنی کاري راپور خپور کړی دی .
پدې راپور کې راغلي چې د شنبې په ورځ د تورخم له لارې (۵۰) کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۲۵۹) تنه و، هېواد ته راستنې او د ټرانسپورټ او لېږد کمېټې لخوا له تورخم څخه (۶۲) کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۳۱۳) تنه و، بېلابیلو ولایتونو ته لېږدول شوې او د ترانسپورټ په موخه ورته (۳۰۵۱۷۰) افغانۍ کرایه ورکړل شوې او د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له (۸۰) کورنیو سره ټولټال (۶۴۰۰۰۰) افغانۍ مرسته شوې ده.
راپور لیکي د کندهار ولایت د سپین بولدک له لارې (۱۴) کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۷۱) تنه و، هېواد ته راستنې او د ټرانسپورټ او لېږد کمېټې لخوا له سپین بولدک څخه (۱۱) کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۷۱) تنه و، بېلابیلو ولایتونو ته لېږدول شوې او د ترانسپورټ په موخه ورته (۱۳۰۴۰۰) افغانۍ کرایه ورکړل شوې اود مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له (۱۴) کورنیو سره ټولټال (۱۰۰۰۰۰) افغانۍ مرسته شوې ده.
وړاندې په راپور کې لیکل شوي چې د نیمروز ولایت د ورېښمو پل له لارې (۵۸) کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۲۵۳) تنه و، هېواد ته راستنه او ثبت شوې ده.
همدارنګه (۱۱۴۸) تنه مسافر هم هېواد ته راستانه شوي او د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له (۱) کورنۍ سره ټولټال (۶۰۰۰) افغانۍ مرسته شوې ده.
راپور وایي د هرات ولایت د اسلام کلا له لارې (۳) کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۱۲) تنه و، هېواد ته راستنې او د مالي چارو د تنظیم کمېټې لخوا له (۳) کورنیو سره ټولټال (۲۴۰۰۰) افغانۍ مرسته شوې ده.
یاد خپور شوی راپور وایي د ټرانسپورټ او لېږد کمېټې له لوري له کابل څخه (۱۵) کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۷۰) تنه و، بېلابېلو ولایتونو ته لېږدول شوې او د ترانسپورټ په موخه ورته (۷۶۲۵۰) افغانۍ کرایه ورکړل شوې ده.
سرچینې زیاته کړې د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټې لخوا یادو راستنو شویو کډوالو ته د دوی د ثبت، لیږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانکه د هېواد، اسلامي نظام، مهاجرت، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شو.
سرچینه : شرق نیوز

