د ننګرهار ولایت مقام ویاند قاري احسان الله عثماني رسنیو ته ویلي، چې د تېرو ۲۴ ساعتونو پر مهال د پچير اګام، خوږیاڼو او سپین غر ولسوالیو کې د کورونو د چتونو نړېدو په درې جلا پېښو کې ۶ تنه شهیدان او ۷ نور ټپیان شوي.
د نوموړي په وینا، تېره شپه شاوخوا دوه بجې د پچير اګام ولسوالۍ د موسی خېلو په سیمه کې د یوې خونې د چت د نړېدو له امله درې ماشومان شهیدان او درې نور ټپیان شوي.
سرچینه زیاتوي، چې د خوږیاڼو ولسوالۍ د احمد خېلو په سیمه کې هم د یوه کور د خونې د چت د غورځېدو له امله درې ماشومان شهیدان او یوه ماشومه ټپي شوې ده.
همدارنګه د سپین غر ولسوالۍ د کهي په سیمه کې د یوه کور چت نړېدلی، چې له امله یې درې تنه ټپیان شوي دي.
قاري احسان الله عثماني زیاته کړه، چې امنیتي مسوولینو پر وخت د پېښو سیمو ته ځانونه رسولي او ټپیان یې د درملنې په موخه نږدې روغتیايي مرکزونو ته لېږدولي دي.
دغه مرګ – ژوبله په داسې حال کې خلکو ته اوښتې چې ننګرهار کې راتلونکې شپه او ورځ هم د درنو اورښتونو اټکل شوی دی.

