د شولو کرکیله!
د ننګرهار په بهسود ، کامه ، پچیراګام ، خوږیاڼي ، هسکې مینې ، کوز کونړ ، دره نور ، ګوشته ، کوټ ، بټې کوټ او لعلپورې ولسوالۍ کې بزګران په خپلو کروندو کې د شولې کرلې ، چې اوس يې په پخوانۍ مروجه دودیزه ډول حاصلات راټولوي.
د دغه ولایت د کرنې او مالدارۍ ریاست مسوولین وايي د تېر کال په پرتله د شولو په حاصلاتو کې زیاتوالي راغلی او سږکال په اته زره شپږ سوه اوه اتیا هکتاره د کرل شویو ځمکو څخه ۴۶ زره ۷۷۴ عشاریه پنځه ټنه حاصلات ترلاسه شوي دي.
د دغه ولایت يو شمېر بزګران بیا د شولو د حاصلاتو د لا ښه والي په پار د اصلاح شویو تخمونو ، کیمياوي سرو او عصري وسایلو د ورکړې غوښتنه کوي.
د ننګرهار د کرنې ریاست مسوولین وايي په تېر کې د شولو په برخه کې بزګرانو سره د بیلابیلو عصري وسایلو ، اصلاح شویو تخمونو ، کیمیاوي سرې مرسته شوې او روزنه ورکړل شوي او په راتلوونکي پاتې هغو سره هم د ورته مرستو هوډ لري.
د يادونې وړ ده ، چې اوسمهال د دغه ولایت په بیلابیلو ولسوالیو کې کروندو کې کرلې شویو شولو حاصلات بازار ته هم عرضه شوي ، چې پلورونکي او پیریدونکي يې ذایقه له نورو بهرنیو وریجو ښه بولي . بلخوا د اقلمي بدلون د اغیزو له امله د هېواد په بیلابیلو سیمو کې د اوبو کمښت او وچګالۍ له امله د ننګرهار بیلابیلو ولسوالۍ هم اغیزمنې شوې ، چې کبله يې د پخوا په پرتله د شولو کرکیله يو څه کمه شوې ده.
راپور : سباوون ساحل

