په ننګرهار ولایت کې د اطلاعاتو او کلتور ریاست او د سیاحتي شرکتونو له لوري د دې ولایت د طبیعي او تفریحي سیمو د ورپېژندلو په موخه د ډلهییزو سیاحتي سفرونو لړۍ پیل شوې ده.
د چارواکو په وینا، په دغو سفرونو کې د هېواد له بېلابېلو سیمو څخه د خلکو د ګډون زمینه برابریږي، څو د ننګرهار طبیعي ښکلاوې، تاریخي ځایونه او تفریحي سیمې خلکو ته ور وپېژندل شي.
د اطلاعاتو او کلتور ریاست وايي، د دې پروګرام اساسي موخه د کورني ګرځندوی پراختیا، د سیاحتي سیمو معرفي کول او خلک هڅول دي چې د هېواد دننه له طبیعي او تاریخي ځایونو لیدنه وکړي.
مسوولین تمه لري چې د سیاحت د ودې لپاره د ورته پروګرامونو دوام به د ننګرهار د طبیعي او تفریحي سیمو په لا ښه معرفي کېدو کې مرسته وکړي او د کورني ګرځندوی د پراختیا ترڅنګ به د سیمهییز اقتصاد پر پیاوړتیا هم مثبت اغېز ولري.
سرچینه : د ننګرهار رسنیو دفتر

