د سرې میاشتې ځانګړې اونۍ !
په ننګرهار ولایت کې د افغانۍ سرې میاشتې له لورې د سرې میاشتې ځانګړې اونۍ د يوې غونډې په کولوسره پیل شوه
ننګرهار کې دا غونډه ختیځ کې د افغاني سرې میاشتې د مسوولینو په نوښت جوړه شوې وه چې د ځایي مسوولینو ترڅنګ په کې د بیلابیلو خونو او ادارو استازو ، د بیلابیلو دولتي ادارو مسوولینو ، د سرې میاشتې رضاکارانو او ځای خلکو ګډون کړی. به ختیځ کې د افغاني سرې میاشتې مسوولین د دغې اونۍ موخه د مرستو راټولول او د بیوزله ، اړمنو ، راستانه شوي او زړه سوريو ناروغانو لاسنیوی یادوي.
په تېر یوه کال کې يولس زره ، بیوزله ، اړمنو ، طبعي پېښو ځپلو کورنیو سره د پنځه لس سوه زره نغدي افغانو مرسته ، د ۳۵۰۰ کورنیو سره د خوراکي او غیري خوراکي توکو مرسته ، سل زره راستانه شویو ته په عمري مېشتغالي کې د خوړو برابرول او داسې نورې ننګرهار کې د افغاني سرې میاشتې مسوولینو خپلې لاسته راوړنې یادې کړي.
دلته ګډونوال خلک او د افغاني سرې میاشتې رضاکاران دا اونۍ د اړمنو او بیوزله هیوادوالو د لاسنوي په نوم يادوي او له خلکو غواړي ، چې د سرې میاشتې سره هر اړخیزه همکاري وکړي.
د يادونې وړ هر کال سرې میاشت دغه اونۍ د سرې میاشتې په نوم د ټکټونو په وېش سره پیلوي او بیا يې رضکاران په بیلابیلو سیمو کې ګرځي او د ټکټونه پر خلکو پلورې ترڅو يې له درکه په راټولو کړو پېسو د خپلو بیوزله ، اړمنو ، په جبر راستانه شویو سره مرسته او د زړه سوریو او رواني ناروغانو درملنه پرې وکړي.
راپور : سباوون ساحل

