د ملي دفاع وزارت مرستیال وياند صدیق الله نصرت وايي د نورو کلونو په څېر یې سږ کال هم د طبیعي پېښو پر وړاندې د چمتووالي لپاره لازم تدابیر نیولي دي.
نصرت وايي د سختو بارانونو، درنې واورې، سېلابونو، زلزلو، غرښوېدنو او نورو طبیعي پېښو پر مهال به یې منسوبین په مرکز او د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې له زیانمنو خلکو سره د بېړنیو مرستو او ژغورنې په چارو کې برخه واخلي.
هغه زیاتوي، د طبیعي پېښو پر مهال به زیانمنو کورنیو ته د اړتیا له مخې د خوراکي توکو ترڅنګ روغتیايي او نورې اړینې مرستې هم برابرې شي.
نصرت زیاتوي د هېواد د امنیت او ځمکنۍ بشپړتیا د ساتنې ترڅنګ به خپل ټول شته امکانات د هېوادوالو د سر او مال د خوندي ساتنې لپاره په کار واچوي.
صدیق الله نصرت وایي، د پېښو په سیمو کې به د ژغورنې او بېړنیو عملیاتو لپاره له شته امکاناتو کار واخیستل شي، څو له زیانمنو خلکو سره پر وخت اړینې مرستې ترسره شي.
راپور : مسعود عربزی

