د اسلامي امارت ویاند مولوي ذبیحالله مجاهد وايي، د کور او ښار جوړولو وزارت په تېر یوه کال کې د ښاري پراختیا او استوګنیزو پروژو په برخه کې ګڼ فعالیتونه ترسره کړي دي.
مجاهد دا څرګندونې «حکومت د مطبوعاتو په هېنداره کې» پروګرام په اووم مطبوعاتي کنفرانس کې کړې دي.
د نوموړي په وینا، په تېر یوه کال کې ۹۴ ښاري پلانونه ترتیب او منظور شوي، چې د نوي کابل ښار ماسټرپلان او د لومړي فاز ودانیز پلان هم پکې شامل دي.
هغه وايي، د خوست، لوګر، هرات او مزارشریف ښارونو ماسټرپلانونه هم ترتیب او بیاکتل شوي او د څو لویو ښارونو ستراتیژیک پلانونه اصلاح شوي دي.
د اسلامي امارت ویاند زیاتوي، د هېواد په مرکز او ولایتونو کې له ۱۰۰ څخه زیاتې ودانیزې نقشې هم طرحه، ډیزاین او تأیید شوې دي.
د نوموړي په خبره، په دغو نقشو کې د جوماتونو، محکمو، پوهنتونونو، روغتونونو، ښوونځیو، سوداګریزو مرکزونو او استوګنیزو ودانیو
سرچینه: شرق نیوز

