د افغانستان بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي د بهرنیو چارو وزارت په کوربهتوب «له نشهیي توکو سره د افغانستان اسلامي امارت مبارزه؛ واقعیتونه او لاستهراوړنې» غونډې ته ویلي، له نشهیي توکو سره مبارزه د ټولو ګډ مسوولیت دی.
متقي ویلي، اسلامي امارت له نشهيي توکو سره جدي او اغېزناکه مبارزه کړې، چې پایلې یې د دې هڅو څرګند ثبوت دی.
نوموړي په نړۍوالې ټولنې غږ کړی، چې له نشهیي توکو سره مبارزه ګډ مسوولیت وګڼي او دې برخه کې له اسلامي امارت سره بشپړه او اغېزمنه همکاري وکړي.
سرچینه : شرق نیوز

