د هېواد د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي د لویې جرګې په تالار کې د خپلواکۍ ورځې په نمانځغونډه کې ويلي، افغانستان په تېرو کلونو کې د نړیوالو پوځي فشارونو پر وړاندې مقاومت کړی او دغه فشارونه له ماتې سره مخ شوي دي.
متقي وویل هغه هېوادونه چې پوځي فشارونه یې پر افغانستان راوړل، له ماتې وروسته له افغانستانه ووتل او اوس يې د سیاسي، اقتصادي او نور فشارونه لاره خپله کړې چې دا به هم کومه پايله ورنهکړي.
مولوي امير خان متقي ټینګار کړی چې سره له بېلابېلو فشارونو په افغانستان کې د پرمختګ چارې روانې دي او د اسلامي امارت له لوري به د هېواد د پرمختګ لپاره هڅې دوام ولري.
د بهرنیو چارو وزیر زياته کړې چې د افغانستان خاوره د هېڅ هېواد پر ضد نه کارېږي او اسلامي امارت به هېچا پر افغانستان د تېري اجازه ورنه کړي.
متقي له نورو هېوادونو سره د تعامل پر دوام ټینګار کړی او په وينايې چې افغانستان له ټولو هېوادونو سره تعامل غواړي او نور هېوادونه هم باید له افغانستان سره تعامل ته غاړه کېږدي.
مسعود عربزی

