د ایران د پارلمان رئیس محمدباقر قالیباف ویلي، که امریکا پرخپلو ژمنو عمل ونه کړي، ایران به هم خپلو ژمنو ته ژمن پاتې نه شي.
نوموړي زیاته کړه چې دواړه لوري به د اقدام په بدل کې اقدام له مخې مخته څي.
قالیباف همدارنګه وویل چې د تفاهم په یادداشت کې د امریکايي شرکتونو له خوا د ۳۰۰میلیارده ډالرو پانګونې وړاندیز شامل دی، چې د ایران د زیانونو په جبران کې به مرسته وکړي

