د اسلامي امارت د ویاند مرستیال ملا حمدالله فطرت وايي، له ګاونډیو هېوادونو پاکستان او ایران څخه ۲۸۷ کورنۍ، چې ۱۵۳۹ غړي لري، هېواد ته بېرته راستانه شوې دي.
د نوموړي په وینا، دغه کډوال د تورخم، سپینبولدک، ورېښمو پل او اسلامکلا له لارو هېواد ته داخل شوي او له یو شمېر کورنیو سره د مالي مرستو ترڅنګ، د هغوی د لېږد او ترانسپورټ په برخه کې هم لازمې اسانتیاوې برابرې شوې دي.
هغه وايي د تورخم له لارې ۲۲۶ کورنۍ، چې ۱۲۹۴ غړي لري، هېواد ته راستنې شوې دي له دې ډلې ۲۲۵ کورنۍ، چې ۱۱۹۷ غړي لري، ننګرهار، کونړ، لغمان او کابل ولایتونو ته لېږدول شوې او د ترانسپورټ په موخه ورته څه باندې ۱.۰۵ میلیونه افغانۍ ورکړل شوې دي
همدارنګه له ۲۳۲ کورنیو سره ټولټال ۱.۹۸ میلیونه افغانۍ مالي مرسته شوې ده.
فطرت زیاتوي چې د کندهار د سپینبولدک له لارې ۱۰ کورنۍ، چې ۶۱ غړي لري، هېواد ته راستنې شوې دي. له دې ډلې اووه کورنۍ، چې ۴۵ غړي لري، بېلابېلو ولایتونو ته لېږدول شوې او ۹۴۴۰۰ افغانۍ د ترانسپورټ کرایه ورکړل شوې ده. دغه راز له ۱۱ کورنیو سره ۹۰۰۰۰ افغانۍ مرسته شوې ده.
د نیمروز د ورېښمو پل له لارې هم ۳۸ کورنۍ، چې ۱۳۹ غړي لري، هېواد ته راستنې او ثبت شوې دي. سربېره پر دې، ۶۹۱ تنه مسافر هېواد ته داخل شوي او له څلورو کورنیو سره ۳۲۰۰۰ افغانۍ مرسته شوې ده.
په هرات کې د اسلامکلا له لارې ۱۳ کورنۍ، چې ۴۵ غړي لري، هېواد ته راستنې شوې او له دغو ۱۳ کورنیو سره ټولټال ۸۸۰۰۰ افغانۍ مالي مرسته شوې ده.
د فطرت په وینا راستنو شویو کډوالو ته د ثبت، لېږد، مالي مرستو، لنډمهالې مېشتېدنې او نورو اړوندو موضوعاتو په اړه هم معلومات او عامه پوهاوی ورکړل شوی دی.
راپور : مسعود عربزی

