د اسلامي امارت مرستیال ویاند ملا حمدالله فطرت پر اېکس تولنیزه شبکه د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشاء د کمېټو ورځنی کاري راپور خپور کړی دی .
په راپور کې راغلي چې له ګاونډیو هیوادونو پاکستان او ایران څخه په تازه ۲۰۲ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۱۰۱۶ تنه کیږي هیواد ته بېرته راستانه شول .
راپور وایي دا کډوال د شنبې په ورځ له بېلابېلو لارو هیواد ته راستانه شوي چې په لړ کې یې د تورخم له لارې (۱۴۸) کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۷۷۸) تنه و، هېواد ته راستنې او د ټرانسپورټ او لېږد کمېټې له لوري له تورخم څخه (۱۵) کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۷۲) تنه و، ننګرهار، کونړ، لغمان او کابل ته لېږدول شوې او د ترانسپورټ په موخه ورته (۳۱۵۰۰) افغانۍ کرایه ورکړل شوې ده اود مالي چارو د تنظیم کمېټې لخواله (۶۶) کورنۍ سره ټولټال (۵۳۰۰۰۰) افغانۍ مرسته شوې ده.
د مرستیال ویاند لخوا خپور شوي راپور کې لیکل شوي چې د کندهار ولایت د سپین بولدک له لارې (۳۲) کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۱۶۱) تنه و، هېواد ته راستنې اود ټرانسپورټ او لېږد کمېټې له لوري له سپین بولدک څخه (۲۳) کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۱۱۶) تنه و، بېلابیلو ولایتونو ته لېږدول شوې او د ترانسپورټ په موخه ورته (۱۴۱۸۰۰) افغانۍ کرایه ورکړل شوې ده د مالي چارو د تنظیم کمېټې لخواله (۳۱) کورنۍ سره ټولټال (۲۵۴۰۰۰) افغانۍ مرسته شوې ده.
سرچینه لیکي د نیمروز ولایت د ورېښمو پل له لارې (۱۰) کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۳۹) تنه و، هېواد ته راستنه او ثبت شوې ده.
همدارنګه (۳۰۶) تنه مسافر هم هېواد ته راستانه شوي دي.
راپور لیکي د هرات ولایت د اسلام کلا له لارې (۱۲) کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۳۸) تنه و، هېواد ته راستنې اود مالي چارو د تنظیم کمېټې لخواله (۱۲) کورنیو سره ټولټال (۷۴۰۰۰) افغانۍ مرسته شوې ده.
د اسلامي امارت مرستیال ویاند لخوا پر اېکس دې خپور کې شوي راپور کې وړاندې لیکل شوي چې له کابل څخه (۵۲) کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۲۶۷) تنه و، بېلابېلو ولایتونو ته لېږدول شوې او د ترانسپورټ په موخه ورته (۲۴۳۶۰۰) افغانۍ کرایه ورکړل شوې ده.
سرچینې زیاته کړې د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټې لخوا یادو راستنو شویو کډوالو ته د دوی د ثبت، لیږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانکه د هېواد، اسلامي نظام، مهاجرت، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شو.
راپور : مسعود عربزی

