د اسلامي امارت مرستیال ویاند ملا حمدالله فطرت پر اېکس ټولنیزه شبکه لیکلي چې له ګاونډیو هیوادونو ایران او پاکستان څخه په تازه د چهارشنبې په ورځ ۳۰۰ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۱۴۹۰ تنه کیږي هیواد ته بېرته راستانه شول .
فطرت لیکلي د تورخم له لارې (۲۷۱) کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۱۳۶۸) تنه و، هېواد ته راستنې او د ټرانسپورټ او لېږد کمېټې له لوري له تورخم څخه (۱۱۰) کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۶۲۱) تنه و، ننګرهار، کونړ، لغمان او کابل ته لېږدول شوې او د ترانسپورټ په موخه ورته (۴۵۴۷۶۰) افغانۍ کرایه ورکړل شوې او د مالي چارو د تنظیم کمېټې لخوا له (۱۹۲) کورنۍ سره ټولټال (۱۵۳۸۰۰۰) افغانۍ مرسته شوې ده.
نوموړی لیکي د کندهار ولایت د سپین بولدک له لارې (۱۰) کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۵۱) تنه و، هېواد ته راستنې او د ټرانسپورټ او لېږد کمېټې له لوري له سپین بولدک څخه (۹) کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۵۱) تنه و، بېلا بېلو ولایتونو ته لېږدول شوې او د ترانسپورټ په موخه ورته (۸۲۴۰۰) افغانۍ کرایه ورکړل شوې اود مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له (۱۰) کورنۍ سره ټولټال (۷۸۰۰۰) افغانۍ مرسته شوې ده.
دی لیکي د هرات ولایت د اسلام کلا له لارې (۱۹) کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۷۱) تنه و، هېواد ته راستنې او د مالي چارو د تنظیم کمېټې لخوا له (۱۹) کورنیو سره ټولټال (۱۳۶۰۰۰) افغانۍ مرسته شوې ده.
مرستیال ویاند وړاندې لیکي د ټرانسپورټ او لېږد کمېټې له کابل څخه (۳۰) کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۱۶۱) تنه و، بېلابېلو ولایتونو ته لېږدول شوې او د ترانسپورټ په موخه ورته (۹۱۳۰۰) افغانۍ کرایه ورکړل شوې ده.
هغه زیاته کړې د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټې لخوا یادو راستنو شویو کډوالو ته د دوی د ثبت، لیږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانکه د هېواد، اسلامي نظام، مهاجرت، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شو.
راپو ر : نصیر احمد مشواڼی

