د اسلامي امارت مرستیال ویاند ملا حمدالله فطرت پر اېکس ټولنیزه شبکه لیکلي چې له ګاونډیو هیوادونو پاکستان او ایران څخه په تازه ۵۶۰ نورې کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۲۸۱۸ تنه کیږي هیواد ته بېرته راستانه شول .
فطرت لیکلي دا کډوال د چهار شنبې په ورځ له بېلابېلو لارو وطن ته راستانه شوي چې په لړ کې یې د تورخم له لارې (۴۵۱) کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۲۲۸۲) تنه و، هېواد ته راستنې او د ټرانسپورټ او لېږد کمېټې له لوري له تورخم څخه (۳۱۲) کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۱۶۶۷) تنه و، ننګرهار، کونړ، لغمان او کابل ته لېږدول شوې او د ترانسپورټ په موخه ورته (۱۱۰۴۴۴۰) افغانۍ کرایه ورکړل شوې او د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له (۳۸۵) کورنۍ سره ټولټال (۳۱۳۶۰۰۰) افغانۍ مرسته شوې ده.
مرستیال ویاند لیکي د کندهار ولایت د سپین بولدک له لارې (۶۷) کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۳۷۷) تنه و، هېواد ته راستنې او د ټرانسپورټ او لېږد کمېټې لخواله سپین بولدک څخه (۴۴) کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۲۶۴) تنه و، بېلا بېلو ولایتونو ته لېږدول شوې او د ترانسپورټ په موخه ورته (۳۹۶۹۰۰) افغانۍ کرایه ورکړل شوې او له (۶۶) کورنۍ سره ټولټال (۵۷۰۰۰۰) افغانۍ مرسته شوې ده.
هغه لیکي د هرات ولایت د اسلام کلا له لارې (۲۱) کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۷۷) تنه و، هېواد ته راستنې او له (۲۱) کورنیو سره ټولټال (۱۴۴۰۰۰) افغانۍ مرسته شوې ده.
نوموړی وایي د ټرانسپورټ او لېږد کمېټې له لوري له کابل څخه (۳۹) کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۱۸۸) تنه و، بېلابېلو ولایتونو ته لېږدول شوې او د ترانسپورټ په موخه ورته (۱۴۱۴۰۰) افغانۍ کرایه ورکړل شوې ده.
سرچینې زیاته کړې د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټې لخوا یادو راستنو شویو کډوالو ته د دوی د ثبت، لیږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانکه د هېواد، اسلامي نظام، مهاجرت، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شو.
راپور : مسعود عربزی

