د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو معین مولوي حمدالله زاهد د بېلابېلو هېوادونو څخه د درملو د واردوونکو شرکتونو له مسوولینو سره لیدلي دي.
په دې لیدنه کې په بازار کې د درملو پر بیو، د درملو پر بستهبندۍ د بیې پر درج کولو او د احتکار د مخنیوي په اړه خبرې شوې دي.
د درملو د کیفیت، د هېواد د اړتیا وړ درملو د تأمین او په بازار کې د هغو د مناسبې عرضې په اړه هم بحث شوی دی.
مولوي حمدالله زاهد د درملو له واردوونکو شرکتونو مسولینو ته د همکارۍ او ملاتړ ډاډ ورکړی دی.
هغه ویلي، عامې روغتیا وزارت به د اسلامي امارت د اصولو او مقرراتو په چوکاټ کې له یادو شرکتونو سره لازمې همکارۍ وکړي.
د درملو واردوونکو شرکتونو مسوولینو خپلې ستونزې او وړاندیزونه هم شریک کړي دي
سرچینه : عامې روغتیا وزارت

