روسیې اعلان کړی چې افغانستان ته د بشري مرستو د لېږلو لپاره بشپړ چمتووالی لري او د کابل د رسمي غوښتنې په صورت کې به اړینې مرستې برابرې او واستول شي.
د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي، ضمیر کابلوف ویلي، مسکو افغانستان ته د بشري مرستو د رسولو رسمي اجازه ترلاسه کړې ده. د هغه په وینا، که اړتیا رامنځته شي او د افغانستان له لوري غوښتنه وشي، روسیه به خپلې بشري مرستې افغانستان ته ولېږي.
کابلوف زیاته کړې، روسیه غواړي له افغانستان سره په بشري او اقتصادي برخو کې خپلې اړیکې پراخې کړي او د اړتیا پر مهال د افغانانو ملاتړ ته دوام ورکړي.
دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې افغانستان لا هم له اقتصادي ستونزو او بشري اړتیاوو سره مخ دی او ګڼ شمېر هېوادونه او نړیوال بنسټونه د بشري مرستو د دوام غوښتنه کوي.

