د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماریا زاخارووا ویلي، چې مسکو د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اختلافاتو د سیاسي او ډیپلوماټیک حل ملاتړ کوي او که دواړه لوري وغواړي، د کړکېچ په کمولو کې همکارۍ ته چمتو دی.
زاخارووا په یوه خبري غونډه کې زیاته کړې، چې روسیه به له افغانستان سره د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې، د نشهيي توکو د مخنیوي او امنیت ټینګښت په برخو کې خپلې همکارۍ پراخې کړي.
سرچینه : شرق نیوز

