د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو ویلي د هرمز تنګي پرانیستی پاتې کېدل به پر ایران د لګول شویو بندیزونو د لغوه کېدو لامل نه شي
د نوموړي په وینا د بندیزونو د کمولو یا لرې کولو موضوع له ایران سره د اټومي پروګرام له قضیې سره تړاو لري نه یوازې د هرمز تنګي له وضعیت سره
د الجزیرې د راپور له مخې روبیو ویلي چې تر اوسه په دې اړه کوم رسمي وړاندیز نه دی مطرح شوی او واشنګټن د بندیزونو د نرمولو پرېکړه یوازې هغه مهال ارزولی شي چې ایران د غني شویو یورانیمو او د خپل اټومي پروګرام اړوند نورو لانجمنو موضوعاتو په اړه لازم ګامونه پورته کړي
نوموړي ټینګار کړی چې د امریکا دریځ د ایران د اټومي فعالیتونو په تړاو نه دی بدل شوی او هر ډول احتمالي هوکړه به له همدې موضوع سره تړلې وي

