
رضا پهلوي، چې د ایران د هغه پاچا زوی دی چې په ۱۹۷۹ کال کې له واکه لیرې شو او اوس په جلاوطنۍ کې ژوند کوي، د اوکرایین له ولسمشر ولودیمر زېلینسکي سره په پاریس کې لیدلي دي.
۶۵ کلن رضا پهلوي وايي، دی کولی شي په ایران کې د یو انتقالي حکومت مشري وکړي او ځان د دې کار لپاره ”تر ټولو مناسب کس” بولي. خو د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د ده د دې وړتیا په اړه شک څرګند کړی دی.
ایران او روسیه له ډېرو کلونو راهیسې متحد پاتې شوي دي. امریکا ادعا کوي چې کریملین په دا وروستیو ورځو کې د ایران د جګړې له هڅو سره مرسته کړې ده. دغه راز د ایران له لوري جوړ شوي ډرونونه د روسیې لخوا پر اوکرایین د یرغل په ترڅ کې ډېر کارول شوي دي.
له دې لیدنې وروسته زېلينسکي وویل:”اوکرایین رښتیا غواړي یو ازاد ایران وویني چې له روسیې سره همکاري ونه کړي او د منځني ختیځ، اروپا او ټولې نړۍ ثبات خراب نه کړي.”
رضا پهلوي هم په یوه جلا بیان کې وویل:”له اوکرایین پرته خورا لږ ملتونه د ملي حاکمیت د دفاع بیه دومره ښه درک کوي.”
BBC Pashto
