د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې وتلي ورو توپاچونکي راشد خان په نړیوال کرېکټ کې د ۴۵۰ ویکټو په ترلاسه کولو سره یو بل تاریخي ویاړ خپل کړ
نوموړي دغه ستره لاسته راوړنه په خپله ۲۳۷مه نړیواله لوبه کې ثبت کړه او لومړنی افغان لوبغاړی شو چې په نړیوال کرېکټ کې د ۴۵۰ ویکټو پړاو ته رسېږي
راشد خان تر دې مهاله په پنځه ورځنیو سیالیو کې ۴۵ په یو ورځنیو نړیوالو سیالیو کې ۲۱۲ او په شل اوریزو سیالیو کې ۱۹۳ ویکټې ترلاسه کړې دي چې ټولټال یې شمېر ۴۵۰ ته رسېږي
دا لاسته راوړنه د افغانستان د کرېکټ په تاریخ کې یوه مهمه او ویاړلې شېبه ګڼل کېږي
راشد خان د خپلې پیاوړې توپاچونې غوره وړتیا او پرلهپسې ځلېدنو له امله د نړۍ له مخکښو ورو توپاچونکو څخه ګڼل کېږي او د افغانستان د کرېکټ په نړیوال شهرت کې یې ارزښتناک رول لوبولی دی
د افغانستان د کرېکټ مینهوال پخواني لوبغاړي او ورزشي شخصیتونه د دې تاریخي بریا له امله راشد خان ته مبارکي وایي او هیله څرګندوي چې نوموړی به په راتلونکو سیالیو کې هم د هېواد لپاره نور ویاړونه ترلاسه کړي

