د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت وايي، چې په روانه اوونۍ کې د پاکستان له زندانونو ۸۷۵ افغان کډوال خوشې او افغانستان ته راستانه شوي دي.
د دغه وزارت په وینا، په راستنو شویو کسانو کې کورنۍ، ماشومان او انفرادي کسان شامل دي، چې د بېلابېلو دلایلو له امله د پاکستان په زندانونو کې ساتل کېدل.
وزارت زیاتوي، له یادو راستنو شویو کډوالو څخه ۸۱۰ تنه د تورخم او ۶۵ نور د سپینبولدک له لارې هېواد ته داخل شوي دي.
د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت د راستنېدونکو کډوالو د ملاتړ او د هغوی د ژوند د ښهوالي لپاره د همکارو ادارو پر ګډې همکارۍ او دوام ټینګار کړی دی.
مسعود عربزی

