د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون وايي تېره ورځ د تورخم، سپینبولدک، ورېښمو لارې او اسلامکلا بندر له لارې ۱۴۱ کورنۍ، چې ۶۴۲ کسان کېږي، هېواد ته راستانه او ثبت شوي دي.
یاد کمېسیون وايي ۱۸ کورنۍ، چې ۱۶۹ کسان کېږي، بېلابېلو ولایتونو ته لېږدول شوې او د تګ راتګ لپاره یې ۱۲۵ زره او ۳۴۰ افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.
همداراز، ۴۳ کورنیو ته ټولټال ۳۲۸ زره افغانۍ نغدي مرسته شوې او راستنېدونکو ته ۲۰۶ سیمکارتونه هم وېشل شوي دي.
د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون وايي چې راستنو شویو کډوالو ته ۳ زره او ۸۳۷ وخته خواړه ورکړل شوي او د بېلابېلو روغتیايي مرکزونو له لارې ۱۱۵۰ ناروغانو ته روغتیايي خدمتونه وړاندې شوي دي.
د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون وايي، راستنېدونکو کورنیو ته د نوملیکنې، ترانسپورټ، مالي مرستو، لنډمهاله استوګنې او نورو اړینو خدمتونو په اړه هم عامه پوهاوی ورکړل شوی دی.
سرچینه : شرق نیوز

Discover more from sharq news global
Subscribe to get the latest posts sent to your email.

