د پنجشېر سیمهییز مسوولین وايي، د دغه ولایت د ۴۵ کیلومتره عمومي سړک د اساسي ترمیم او بیارغونې چارې د ۴۰ میلیونه افغانیو په لګښت پیل شوې دي.
دغه پروژه د شتل ولسوالۍ له دالانسنګ سیمې څخه د دوابي، بهارک او بازارک تر سیمو پورې غځېږي، چې د سړک د ویجاړو برخو ترمیم، د درزونو ډکول، د پلچکونو جوړول او د اوبو د تېرېدو لارو جوړول پکې شامل دي.
د پنجشېر د ټولګټو ریاست د مسوولینو په وینا، د دې پروژې مالي لګښت د ټولګټو وزارت له لوري ورکول کېږي.
د مسوولینو په خبره، د پروژې په بشپړېدو سره به د سړک وضعیت ښه او د خلکو د تګ راتګ اسانتیاوې برابرې شي.
سرچینه : شرق نیوز

