د افغانستان علومو اکاډمۍ خبر ورکړی چې د پشه یي ژبې الفبا د علمی او مسلکي متخصصینو له لوري وڅېړل شول، د لازمو علمي اصلاحاتو او ارزونو وروسته تصویب شول.
د افغانستان علومو اکاډمۍ د پشهیي ژبې له ټول لیکوالانو، څېړونکو، ښوونکو او د رسنیو له کارکوونکو غوښتي چې له دې اصلاح شوې الفبا دې په علمي، فرهنګي او تعلیمي فعالیتونو کې ګټه واخلي.
سرچینه : حریت

