د افغانستان د اسلامي امارت د ټولګټو چارو وزیر ملا محمد عیسی ثاني د دغه وزارت له یو شمېر تخنیکي مسؤلینو سره یوځای میدان وردګو ولایت ته سفر کړی دی.
د ټولګټو چارو وزارت د معلوماتو له مخې عیسی ثاني د دغه سفر پر مهال د چک ـ دایمیرداد سړک د جوړولو له چارو څخه لیدنه او څارنه کړې ده.
د وزارت تخنیکي مسؤلینو د سړک د جوړولو د روانو فعالیتونو په اړه د ټولګټو چارو وزیر ته معلومات وړاندې کړي دي.
د یادې پروژې د پرمختګ، ساختماني چارو او کیفیت په اړه د وزیر له لوري د څارنې پر مهال لازمې سپارښتنې هم شوې دي.
سرچینه : ټولګټو چارو وزارت

