افغانستان اسلامي امارت مسوولینو د بدخشان ولایت د واخان ولسوالۍ مهم ټرانزیټي سړک، «واخان کوریډور»، پرانیست.
دغه سړک افغانستان له چین او د سیمې له هېوادونو سره نښلوي.
د چارواکو په وینا، دغه سړک د بروغیل له پولې تر صفري نقطې پورې ۱۲۱ کیلومتره اوږدوالی لري او په دوو پړاوونو کې رغول شوی، چې ۳۶۵ میلیونه افغانۍ لګښت پرې راغلی دی.
د کلیو، بیارغونې او پراختیا وزیر ملا عبداللطیف منصور د واخان سړک د پرانیستې په مراسمو کې وویل چې افغانستان د پرمختګ پر لور روان دی.
نوموړي وویل، د واخان سړک د افغانستان او سیمې لپاره سیاسي او ستراتیژیک اهمیت لري.
منصور زیاته کړه چې اسلامي امارت په ټول هېواد کې ټولګټو پروژو ته لومړیتوب ورکړی او د اقتصادي پالیسۍ له مخې، دا مهال په افغانستان کې زرګونه عامالمنفعه پروژې تر کار لاندې دي. د نوموړي په وینا، د اسلامي امارت اقتصادي پالیسي د ملت د هوساینې لپاره جوړه شوې ده.
بلخوا د اسلامي امارت مرستیال ویاند ملا حمدالله فطرت وویل چې د واخان د اوسېدونکو ۱۰ مهمې ستونزې د اسلامي امارت له مشر سره شریکې شوې او د حل لپاره یې لازم اقدامات ترسره شوي دي.
فطرت د واخان سړک د پرانیستې په مراسمو کې وویل چې د مخابراتي شبکو فعالول، د تذکرو وېش، روغتیايي خدمتونه، د ښوونځیو جوړول او د سړکونو رغول د واخان د اوسېدونکو له اساسي ستونزو څخه وو، چې د حکومت له لوري ورته رسېدنه شوې ده.
نوموړي زیاته کړه چې اسلامي امارت په هېواد کې پر متوازن پرمختګ باور لري او د واخان سړک جوړول یې د دغه لیدلوري یوه بېلګه وبلله.
د اسلامي امارت مرستیال ویاند وویل چې حکومت هوډ لري څو د هېواد نورې لرې پرتې سیمې هم د اساسي خدمتونو تر پوښښ لاندې راولي.
سرچینه : شرق نیوز

