د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وایي د نړیوالو ادارو په ملاتړ یې د ۲۰۲۶ز کال لپاره د پولیو واکسین دویم فرعي ملي کمپاین پیل کړ
ددغه وزارت لخوا خپره شوې خبرپانه کې راغلي چې ددې کمپاین په ترڅ کې به ۸ اشعاریه ۳ میلیونه له پنځو کلنونو کم عمره ماشومان واکسین شي
خبرپاڼه وایي دغه کمپاین د هېواد د مرکزي، ختیځ، سوېل، لوېدیځ، سوېل ختیځ، شمال او شمال ختیځې حوزې د ۲۰ ولایتونو په ۱۹۴ ولسوالیو کې د مې له ۱۸ تر ۲۱ پورې پلی کېږي، خو په کندهار، هلمند، اروزګان او زابل ولایتونو کې به د مې میاشتې له ۱۹ تر ۲۲ نیټې ترسره شي
د وزارت له لوري په دې خپره شوې خبرپاڼه کې له والدینو او پالونکو څخه غوښتنه شوې چې خپل ټول له پنځو کلونو کم عمره ماشومان واکسین کړي
د عامې روغتیا وزیر مولوي نور جلال جلالي ددغه کمپاین د پیل په مناسبت ویلي د عامې روغتیا وزارت له خپلو نړیوالو شریکانو سره په ګډه ژمن دی چې په ټول افغانستان کې د پولیو وحشي ویروس مخیوی وکړي
هغه زیاته کړه موږ هڅه کوو او د پولیو واکسین د کمپاینونو ترڅنګ نورو بشپړوونکو روغتیايي خدمتونو ته دوام ورکړو څو په ټول هېواد کې د پولیو ناروغۍ ختمولو موخې ته ورسېږو
پولیو یوه ویروسي ناروغي ده چې هیڅ درملنه نه لري او مخنیوی یې یواځي په پولیو واکسین سره شونی دی
دا مهال په هېواد کې د پولیو ویروس شته او د عامې روغتیا وزارت یې پر وړاندې مبارزې ته بشپړ چمتووالی لري

