د ریاست الوزرا د دفتر عمومي رییس ډاکتر ملا عبدالواسع د ایران له سفیر علي رضا بیکدلي سره په لیدنه کې د افغانستان او ایران د دوه اړخیزو اړیکو پر پراختیا خبرې کړې دي.
په دې لیدنه کې دواړو لورو د افغانستان او ایران اړیکې تاریخي، ژورې او نه بېلېدونکې وبللې او د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو او اقتصادي اړیکو پر دوام او زیاتوالي ټینګار وشو.
ایراني سفیر علي رضا بیکدلي د ایران او امریکا ترمنځ د جګړې د پای ته رسېدو لپاره د شوې هوکړې هرکلی کړی او ویلي یې دي چې د اړیکو د ترینګلتیا سربېره د ایران او افغانستان اقتصادي او سیاسي تعاملات نه دي درېدلي.
بل لور ته ډاکتر ملا عبدالواسع ویلي چې د اسلامي او ګاونډیو هېوادونو په توګه د افغانستان او ایران اړیکې مهمې او نه بېلېدونکې دي.
هغه د سوداګرۍ د زیاتوالي ته په اشارې ویلي چې د دواړو هېوادونو اقتصاد او امنیت له یو بل سره نږدې تړاو لري.
د لیدنې په پای کې د ایران سفیر د ایران د پخواني مذهبي مشر د جنازې او تدفین په مراسمو کې د اسلامي امارت د رییس الوزرا او مل پلاوي د ګډون لپاره رسمي بلنلیک هم سپارلی دی.

