د معیار او کیفیت ادارې له هندي ټي سي آر سي شرکت سره د کیفیت تثبیت لابراتوارونو د پراختیا او تجهیز لوی قرارداد لاسلیک کړ
پدې اړه جوړو شویو مراسمو کې د معیار او کیفیت ادارې عمومي رئیس وویل چې د هېواد د کیفیت زیربنا په برخه کې د دې لویې پروژې پر پیل او پلي کېدو خوښ دی او دا یې د هېواد د آبادۍ او د خلکو د هوساینې په لور یو مهم ګام وباله
نوموړي زیاته کړه چې دا قرارداد د څه باندې ۴۶ میلیونه امریکايي ډالرو په ارزښت د پنځو کلونو لپاره لاسلیک کېږي، چې په مرکز او د هېواد په بندرنو کې به یې پلي کېدل د کیفیت د زیربنا په پیاوړتیا کې اساسي رول ولري.
د هغه په وینا د دې پروژې په عملي کېدو سره به د تولیداتو او وارداتو د کیفیت ښه والي ته لاره هواره شي، چې په پایله کې به د ولس په ګټه تمامه شي او نړیوالو بازارونو ته به د باکیفیته افغاني محصولاتو د وړاندې کولو لاره نوره هم هواره کړي
ملا فیضالله تمیم همدارنګه له سوداګرو وغوښتل چې د بېکیفیته توکو له تولید او واردولو ډډه وکړي او خپلې سوداګریزې چارې له منل شویو معیارونو سره سمې تنظیم کړي
د یادونې وړ ده چې د یاد قرارداد پر بنسټ، په مرکز او د هېواد په ۹ بندرونو کې د پنځو کلونو په موده کې په دریو اساسي برخو کې چې ودانیز توکي، برېښنايي وسایل او تجهیزات او همدارنګه نساجي، څرمن او کاغذ شامل دي، معیاري لابراتواري کمپلکسونه جوړ او سمبالېږي.
د معیار او کیفیت اداره زیاتوي چې هڅه کوي ترڅو د دې لویې پروژې په اغېزمن پلي کولو سره، په هېواد کې د معیاري نظام د پیاوړتیا زمینه لا زیاته کړي او د تولیداتو او وارداتو د کیفیت کچه لوړه کړي.

