د اوبو او انرژۍ وزارت وایي چې د روزګان ولایت په «چنارتو» ولسوالۍ کې د شفلوغ بند پروژې چارې ۳۰ سلنه بشپړې شوې دي.
د دغه وزارت د خبرپاڼې له مخې چې د یاد بند د چارو په بشپړېدو سره به شاوخوا یو میلیون متر مکعب اوبه زېرمه او تر ځمکې لاندې اوبو د تغذیې ترڅنګ به په غیرمستقیم ډول ۱۶۰ هکتاره ځمکه خړوبه شي.
د اوبو او انرژۍ وزارت لیکلي چې په دې پروژه ۱۶۵ ميليون، ۹۸۵ زره ۹۰۹ افغانۍ لګښت راځي.
سرچینه : شرق نیوز

