د برېښنا شرکت رییس ملا عبدالحق همکار د صنعت او سوداګرۍ له وزیر نورالدین عزیزي سره په هېواد کې د صنعتي برخې پراختیا لپاره د برېښنا بنسټونو اړوند پراختیايي پروژو اړتیا او خدماتو په اړه خبرې کړې دي
د برېښنا شرکت په اېکسپاڼه لیکل شوي په دې کتنه کې همکار ویلي چې د افغانستان برېښنا شرکت د هېواد په کچه صنعتي برخې ته ځانګړې پاملرنه کړې او په کور دننه یې د برېښنا تولید ګڼې پروژې پیل کړي دي
همداراز د صنعت او سوداګرۍ وزیر ډاډ څرګند کړی چې د هېواد اقتصادي ځان بسیاینې لپاره به صنعتکارانو ته نوې اسانتیاوې رامنځته او نوي صنعتکاران به پانګونې ته هڅول کېږي

