د امریکا د خزانې وزیر ایران ته خبرداری ورکړی چې واشنګټن به تهران له یوې داسې اقتصادي انزوا سره مخامخ کړي چې پخوا په نړۍ کې نه ده لیدل شوې
سکاټ بېسنټ دا څرګندونې په یوه تلویزوني مرکه کې کړې دي او ویلي یې دي چې د هرمز تنګي پرلهپسې بندښت به د دې لامل شي چې ایران به د خپلو بندرونو له لارې هېڅه هم وارد یا صادر نه شي کړای
د ده په وینا دا نوي اقتدامات به راتلونکې اوونۍ اعلان شي
ایران تر اوسه دې څرګندونو ته کوم غبرګون نه دی ښکاره کړی خو په تېر کې یې ویلي چې د خپل هېواد د ملي ګټو او حاکمیت لپاره له خپل دریځه نه اوړي او هرمز تنګی هم د دوی په واک کې دی.
ایران هرمز تنګی تړلی او امریکا ګواښ کړی چې پر ایرانیو بندرونو به سمندري کلابندي همداسې روانه وساتي.
سرچینه : بي بي سي

