د روسیې بهرنیو چارو وزارت خبر ورکړی، چې د افغانستان په اړه د مسکو فارمټ ناسته به د اکتوبر په پنځمه نېټه د بېلابېلو هېوادونو د استازو په ګډون ترسره شي.
د روسیې بهرنیو چارو وزارت په خپرپاڼه کې راغلي، چې د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي به د افغان پلاوي مشري وکړي.
ټاکل شوې ده، چې مولوي امیرخان متقي به د یادې ناستې په څنډه کې د روسیې د بهرنیو چارو له وزیر سرګي لاوروف سره هم ځانګړې لیدنه ولري.
د سیاسي او اقتصادي مسایلو ترڅنګ، د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزه او د نشهیي توکو قاچاق د مسکو فارمټ ناستې له مهمو بحثونو بلل شوي دي.
سرچینه : شرق نیوز

