د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي د ازبکستان د نمنګان ولایت له والي شوکت عبدالرازقوف او د هغه له مل پلاوي سره کتلي دي.
د یاد وزارت په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په دې ناسته کې وزیر ویلي، د تېرو څلورو کلونو په موده کې د ازبکستان چارواکو له اسلامي امارت او د افغانستان له خلکو سره ښه همکاري کړې ده. د هغه په وینا، ازبکستان د افغانستان وړاندیزونو ته مثبت ځواب ویلی او اسلامي امارت د دواړو ملتونو پر ورورولۍ باور لري.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند، اخوندزاده عبدالسلام جواد، ویلي چې عزیزي یو ځل بیا له ازبکستان سره د ګډو همکاریو او د دواړو هېوادونو د محصولاتو د بازارموندنې لپاره د افغانستان چمتووالی څرګند کړ. هغه همداراز د سړو خونو، کرنیزو او درملیزو محصولاتو د فابریکو د جوړولو په برخو کې د پانګونې پر فرصتونو ټینګار کړی دی.
د نوموړي په وینا، د افغانستان فعال خصوصي سکتور چمتو دی چې د ازبکستان له بېلابېلو ولایتونو سره په بېلابېلو برخو کې ګډ فعالیتونه پراخ کړي.
بلخوا، د نمنګان والي ویلي چې د افغانستان خلک خپل دوستان او وروڼه ګڼي او د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو پراختیا ته ژمن دي.
سرچینه زیاتوي چې په دې ناسته کې پرېکړه شوې ده چې د افغانستان د خصوصي سکتور یو پلاوی به د سوداګریزو فرصتونو د پېژندنې لپاره ازبکستان ته سفر وکړي. همداراز، د ازبکستان لوري د صنعت او سوداګرۍ وزارت مشرتابه او مل پلاوي ته بلنه ورکړې چې د نمنګان په ولایت کې د مې میاشتې په ترڅ کې د ګلونو په کلني تاریخي مېله کې ګډون وکړي.

