د اسلامي امارت مرستیال ویاند ملا حمد الله فطرت وایي رییس الوزراء ملا محمد حسن اخوند د ازبکستان د لومړي وزیر مرستیال جمشید خواجه یف سره، چې د یو پلاوي په مشرۍ کابل ته راغلی ملاقات وکړ .
فطرت وایي چې دې ناسته کې ازبک لوري وویل افغانستان ته د ازبکستان د وزیرانو، مرستیالانو ، سوداګرو او پانګه والو د لوی پلاوي د سفر هدف د دواړو هیوادونو ترمنځ د اقتصادي او سیاسي اړیکو پیاوړتیا ده.
نوموړي د ازبکستان او افغانستان ترمنځ ښو اړیکو ته په اشارې زیاته کړه، افغانستان د ازبکستان په بهرني سیاست کې مهم ځای لري.
جمشید خواجه یف وایي، تېر کال یې هیواد ته د افغانستان مجموعي صادرات ۱۵۰ میلون ډالر وو خو د روان کال له پيله تر اوسه ازبکستان ته د افغانستان صادرات ۱۱۱ میلیون ډالرو ته رسېدلي او توقع شته، چې د کال تر پایه دغه کچه نوره هم زیاته شي.
نوموړي همداراز زیاته کړه، ازبکستان تر اوسه افغانانو ته ۵ زره ویزې ورکړي او دا د دواړو هیوادونو ترمنځ د دوستي او اقتصادي اړیکو د پراختیا ښودنه کوي.
دې ناسته کې رئیس الوزراء ویلي د ازبکستان د دې لوی پلاوي سفر او د اقتصادي اړیکو پراختیا د افغانستان پر راتلونکې د یاد هیواد د باور لویه نښه ده.
ملا محمد حسن اخند د ازبکستان د لومړي وزیر مرستیال ته ډاډ ورکړ، چې افغانستان له یاد ورور او دوست هېواد سره د اړیکو په پیاوړتیا خوښ او د شویو ژمنو تطبیق ته بشپړ ژمن دی.
راپور : نصیر احمد

