د اروپايي اتحاديې له خوا د افغانستان لپاره نوي ټاکل شوي خاص استازي، توماس فريلېسن، د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیر خان متقي سره وليدل.
پدې ناسته کې امیرخان متقي وویل چې د نشیې توکو د مخنیوي په برخه کي د افغانستان لاسته راوړنو د ملاتړ په پار د نړيوالې ټولنې له خوا له بزګرانو سره د بدیل معیشت په برخه کي لازمي مرستي او نور اړین اقدامات نه دي ترسره شوي.
د اروپايي اتحاديې خاص استازي ډاډ ورکړ چې ددې اتحاديې رسمي موقف د افغانستان د امنيت د ټنګښت او مخدره موادو سره د مبارزې په حق کې دی او هڅي به وکړو چي په بېلابېلو برخو کي همکاري ولرو.
سرچینه : شرق نیوز

