روسیه کې افغان سفیر مولوي ګل حسن حسن د منځنۍ اسیا او افغانستان په تړاو جوړ شوي سیمهییز کنفرانس ته وویل، د پاکستان تر تسلط لاندې سیمو کې د وسلهوالو ډلو فعالیتونه، داعش خراسان ډلې ملاتړ او روزنځایونه د ټولې سیمې امنیت او ثبات ننګولی شي.
حسن د نشهیي توکو پر ضد مبارزه، د داعش او نورو مخربو ډلو د فعالیتونو د مخنیوي او د سرحدونو د خوندیتوب په برخه کې د اسلامي امارت د اقداماتو یادونه وکړه او ټینګار یې وکړ، اسلامي امارت هیچا ته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان خاوره د بل هېواد پر ضد وکاروي.
افغان سفیر په پای کې د افغانستان او سیمې د هېوادونو ترمنځ د امنیتي همغږۍ، د سرحدونو د خوندیتوب او همکاریو پیاوړتیا لپاره د ګډو هڅو پر منظمېدو او رسمي کېدو ټینګار وکړ.
سرچینه : شرق نیو ز

