د اسلامي امارت رییسالوزرا ملا محمد حسن اخوند په کابل کې د قزاقستان د لومړي وزیر له مرستیال او د اقتصاد له وزیر سیریک ژومانګارین په مشرۍ له راغلي لوړپوړي پلاوي سره لیدنه وکړه.
په لیدنه کې دواړو لورو د افغانستان او قزاقستان ترمنځ د سیاسي، اقتصادي او سوداګریزو اړیکو پر پراختیا خبرې وکړې. د قزاقستان پلاوي وویل چې هېواد یې له افغانستان سره د همکاریو پراخولو ته ژمن دی او غواړي د دواړو هېوادونو ترمنځ د صادراتو او وارداتو کچه لوړه شي.
د قزاقستان استازي همداراز د بشري مرستو یادونه وکړه او ویې ویل چې هېواد یې افغانستان ته د خیمو، درملو او نورو اړینو توکو په ګډون مرستې لېږلې دي او د کډوالو او د طبیعي پېښو له زیانمنو سره د همکاریو دوام ته ژمن دی.
په پای کې ملا محمد حسن اخوند د دواړو هېوادونو اړیکې مهمې وبللې او اړوندو ادارو ته یې لارښوونه وکړه چې د همکاریو د پراختیا لپاره عملي ګامونه واخلي.

