د عامې روغتیا وزیر، مولوي نور جلال جلالي د هند له شارژدافیر، يتين پټيل سره د روغتیايي همکاریو د پراختیا په موخه ليدنه وکړه.
وزير، د روغتيا برخه کې د هند هېواد له دومداره همکاريو څخه د مننې تر څنګ د اندراګاندي روغتون د ملاتړ، د ساري ناروغیو لپاره د واکسین، د سرطان روغتون لپاره د اړینو پرمختللو تجهیزاتو برابرولو، د روغتیايي کارکوونکو د ظرفیت لوړونې او د اندراګاندي روغتون د تلسيميا څانګې د فعالولو په برخو کې له هند څخه د همکارۍ غوښتنه وکړه.
بل لور، د هند شارژدافیر روغتیا برخه کې د دغه هېواد د همکاریو د دوام ډاډ ورکړ .
نوموړي همدارنګه د روغتيايي کارکوونکو د ظرفیت لوړونې په برخه کې هم د بشپړې همکارۍ ډاډ څرګند کړ او زياته يې کړه چې هیواد به يې د افغانستان د ولسونو سره د روغتیا په برخه کې لا ښې همکارۍ ولري.
سرچینه : شرق نیوز

