د جلالاباد ښار په شپږمه ناحیه او یو شمېر نورو برخو کې د نړیوال بانک په مالي ملاتړ او د ملګرو ملتونو د پروژو د خدمتونو دفتر «یونپس» په تخنیکي همکارۍ د ۱۱۰ میلیونه افغانیو په ارزښت د ۱۱ بېلابېلو پراختیايي پروژو عملي چارې پیل شوې.
د جلالاباد ښاروال قاري بسمالله بلال وايي، د دغو پروژو پلي کول د ښار د رغونې، د ښاري خدمتونو د ښه والي او په ناحیو کې د متوازن پرمختګ په موخه ترسره کېږي.
نوموړي وویل، اسلامي امارت هڅه کوي چې د کورنۍ بودیجې او د همکارو مرستندویه ادارو د مالي ملاتړ له لارې د ښار د اوسېدونکو د هوساینې لپاره بېلابېلې رغنیزې پروژې پلې کړي.
د جلال اباد ښاروالۍ د سکتوري چارو رئیس انجینر وحیدالله مخلص وايي، د دغو ۱۱ پروژو په پلي کېدو سره به د ښار د رغونې ترڅنګ، سلګونو مسلکي کارکوونکو او هېواد ته د بېرته راستنو شویو زرګونو کسانو ته د کار زمینه برابره شي.
د ښاروالۍ مسوولین زیاتوي چې د دغو پروژو په بشپړېدو سره به د جلالاباد ښار په بېلابېلو برخو کې ښاري بنسټونه پیاوړي، د اوسېدونکو ستونزې راکمې او د ښاري خدمتونو کچه لوړه شي.
چارواکي وايي، د یادو پروژو د پلي کېدو چارې به د ټاکل شوي پلان له مخې پرمخ وړل کېږي او تمه ده چې د بشپړېدو له امله به د ښار په بېلابېلو برخو کې د پام وړ بدلونونه رامنځته شي.
راپور: مسعود عربزی

