د ننګرهار د مرکزي ښار جلال اباد پوهنتون روغتون څخه ښکته ترسینده د لوي سیخدارې ویالي او پلې لارې د جوړيدو چارې پیل شوي . د ښاروالۍ مسوولین وايي دغه پروژه د لس عشاریه نهه میلیونو افغانيو په ارزښت د ښاروالۍ په خپلې داخلې بودیجه جوړيږي.
د ښاروالۍ مسوولین وايي د دا ویاله د اته نيم سوه متره په اوږدوالي جوړيږي ، چې چارې به يې د دوه میاشتو په موده کې بشپړې شي.
د جلال اباد ښار اوسیدونکي بیا د دغه پروژې د چارو د پیل له امله خوښ دي او زیاتوي تر ډيره به يې له مخې هغه ستونزې هواري شي ، کومې چې د بارانونو پرمهال به ولسونه ورسره لاس او ګریوان ول.
د ښاروالۍ او د دغه پروژې د پلي کوونکي شرکت مسوولین بیا د دغې پروژې په ښه معیار په ټاکلي شوې موده کې د بشپړیدو ډاډ ورکوي.
د يادونې وړ ده ، چې جلال اباد ښار کې د دې وراخوا د يو شمیر نورو ویالو د جوړونې چارې هم رواني دې چې د ښاروالۍ مسوولین وايي تر اوسه د دولس سوه کیلوه کیلومتره ویالو جوړې او ګټې اخستنې ته سپارل شوي دي.
سرچینه : شرق نیوز

