د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون وايي، تېره ورځ د تورخم، سپینبولدک، د نیمروز د ورېښمو پُل او اسلامکلا له لارو ۱۵۹ افغان کورنۍ، چې ۶۶۴ غړي لري، هېواد ته راستنې او ثبت شوې دي.
د راپور پر بنسټ، له تورخم لارې ۳۳ کورنۍ، له سپینبولدک څخه ۱۵ کورنۍ، د نیمروز له لارې ۱۰۱ کورنۍ او د اسلامکلا له لارې ۱۰ کورنۍ هېواد ته راستنې شوې دي.
په همدې موده کې ۲۳ کورنۍ، چې ۹۹ غړي لري، د هېواد بېلابېلو ولایتونو ته لېږدول شوې دي. دغه راز، له ۴۹ کورنیو سره د هغوی د لومړنیو اړتیاوو د پوره کولو په موخه ۳۴۴ زره افغانۍ نغدي مرسته شوې ده.
د راستنېدونکو کډوالو د ملاتړ په لړ کې خوراکي توکي او روغتیايي خدمات هم وړاندې شوي، ۵۹ سیمکارتونه وېشل شوي او ګڼ شمېر ناروغان تر درملنې لاندې نیول شوي دي.
همدارنګه، راستنو شویو کورنیو ته د ثبتنام، ترانسپورټ، مالي مرستو او لنډمهاله استوګنې په اړه معلومات ورکړل شوي دي.
د یادونې وړ ده چې د نیمروز د ورېښمو پُل له لارې د کورنیو ترڅنګ ۱ زره او ۶۵ نور مسافر هم افغانستان ته راستانه شوي دي
سرچینه : شرق نیوز

