د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت وايي په تېر ۱۴۰۴ لمریز کال کې ټولټال ۲۰ زره او ۲۲۲ ټرانسپورټي موټرو کې د جيپياېس (GPS) وسایل نصب شوي دي.
د اړوندو معلوماتو له مخې، تر دې دمه په ټول هېواد کې په مجموعي ډول شاوخوا ۴۰ زره مسافروړونکو او باروړونکو موټرو کې د جيپياېس وسایل نصب شوي دي.
چارواکي وایي، د جيپياېس د نصبولو دغه لړۍ په منظم ډول روانه ده او موخه یې د ټرانسپورټي سیستم ښه والی، د خوندیتوب لوړول او د ترافیکو د مدیریت اسانتیا ده.

