د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، چې د پاکستاني رژیم له لوري د افغانستان هوايي حریم د نقض او په کونړ او پکتیکا ولایتونو کې پر ملکي اهدافو د هوايي بریدونو غبرګون کې یې کابل کې د پاکستان سفارت شارژدافیر احضار کړی او احتجاجلیک یې ورته سپارلی دی.
یاد وزارت په یوه خبرپاڼه کې د پاکستان پوځي رژیم دغه بریدونه د افغانستان ملي حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا ښکار نقض بللی او په کلکو ټکو یې غندلي دي.
سرچینې زیاته کړې، چې اسلامي امارت یو ځل بیا هغه ادعاوې په کلکه ردوي چې ګواکي په پاکستان کې وروستۍ امنیتي پېښې د افغانستان له خاورې سرچینه اخلي.
خبرپاڼه کې راغلي، چې اسلامي امارت د دا ډول بېبنسټه ادعاوو مطرح کول او د هغو پر بنسټ د پوځي اقداماتو توجیه کول او د واقعیتونو د تحریف او عامه افکارو د مغشوشولو هڅه ده.
بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې پاکستان باید د خپلو امنیتي او سیاسي ستونزو د حل لپاره د نورو هېوادونو پر ملامتولو او له بهرني اړخ سره خپلو داخلي ستونزو ته د تړاو ورکولو پر ځای باید د خپلو مسوولیتونو او واقعي لاملونو پر موندلو او حل تمرکز وکړي.
سرچینه: بهرنیو چارو وزارت

