د بلخ ولایت د عامې روغتیا ریاست خبر ورکړی چې یوې مېرمنې په بریالیتوب سره په یو ځل پنځه ماشومان زېږولي دي
د معلوماتو له مخې په دغو ماشومانو کې درې نجونې او دوه هلکان شامل دي
روغتیايي مسؤلین وایي چې د مور او ټولو نویو زېږېدلو ماشومانو روغتیايي وضعیت د ډاډ وړ دی او دوی تر جدي طبي څارنې لاندې دي
د ماشومانو پلار، عبدالله الوزی چې د بلخ ولایت د دولتآباد ولسوالۍ د شینګلآباد کلي اوسېدونکی دی د خپلو ماشومانو د زېږېدو له امله خوښي څرګنده کړې او ویلي یې دي چې د هغوی د روزنې او پالنې لپاره مرستندویه بنسټونو مرستو ته اړتیا لري
د بلخ د عامې روغتیا ریاست د روغتیايي کارکوونکو هڅې ستایلي او ټینګار یې کړی چې د مور او ماشوم د روغتیايي خدمتونو د ښه والي لپاره به خپلو هڅو ته دوام ورکړي

