د افغانستان برېښنا شرکت ویاند قاري محمدصادق حقپرست ویلي د افغانستان خاوره کې د کاسا ۱۰۰۰ پروژې چارې په درېیو لاټونو کې پیل شوي چې ۸۰سلنه چارې یې بشپړې شوې دي
صادق ویلي د افغانستان خاوره کې د دغې پروژې لومړي لاټ چارې په بشپړ ډول تکمیل شوې او د پاتې دوو لاټونو چارې یې بشپړېدو ته نږدې شوې
د نوموړي په خبره د یادې پروژې له بشپړېدو وروسته به افغانستان په کلنې ډول تر ۶۵میلیون ډالر د ټرانزیټ فیس له درکه ترلاسه کړي
کارپوهان وایي دغه پروژه د اقتصادي ګټو سربېره سیاسي برخه کې د سیمې هېوادونو ترمنځ د افغانستان موقف پیاوړی کوي او دا به ددې لامل شي چې د سیمې هېوادونه افغانستان سره تعامل کې محتاطانه عمل وکړي
د افغانستان خاوره کې د کاسا ۱۰۰۰ پروژې چارې درېدلې وې چې د اسلامي امارت په نوښت او د نړیوال بانک په تمویل بیاځلې پیل شوې
د یادونې ده چې د کاسا ۱۰۰۰ پروژه د قرغزستان او تاجکستان برېښنا د افغانستان له لارې پاکستان ته انتقالوي.

