د افغانستان برېښنا شرکت ویاند ویلي له دې وروسته هیڅ شخص یاد استازی نه شي کولی چې د امپیسه الکټرونیکي پیسو موسسې په استازیتوب د برېښنا پېرودونکو بلونه او نور مالي لګښتونه راټول کړي ځکه ورسره تړون لغوه شوی دی
برېښنا شرکت ټولو پېرودونکو ته هم خبر ورکړی چې د امپیسه په نوم د بلونو تحویلي مرکزونو کې دي پېسې نه تحویلوي.

