د کورنیو چارو وزارت له لوري دکونړ مرکز اسداباد په ګډون د ولسوالیو امنیتي سرتیرو ته ۸۳ عراده صفر کیلومټر موټرسایکلونه ورکړل شول
مسولین وايي ددغه کاره يي موخه داده تر څو امنیتی سرتیري د پيښو د رامنځته کیدو پرمهال سیمی ته پروخت رسیدنه وکړي
مسولین وايي کونړ یو غرنی ولایت دی اودلته ډیری سیمو ته موټري نشي تللی
دوۍ زیاتوي ددغه موټر سایکلونو له لاري به امنیتی سرتیري ټولو سیمو ته رسیدنه وکړي
امنیتي سرتیري هم د مرکزي حکومت ددغه ګام هرکلی کوې او وايي لدي وړاندي د پیښو درامنځته کیدو پرمهال د ګڼو ستونزو سره مخ وو او نه يي شو کولای چې پر وخت سیمي ته ځان ورسوې
دوۍ غوښتنه کوې چې ټول امنیتي سرتیري دې په دغه ډول موټرسایکلونو سمبال شې
د امنیتي مسولینو په خبره دوۍ هڅه کوې چې ورځ تر بلي د امنیت د ټینګښت په برخه کې خپلې هڅي لاګړندۍ او د امنیتي پیښو د مخینوې په برخه کې بیلابیلو ګامونه وخلي

