امریکايي رسنیو راپور ورکړی، چې د امریکا حکومت په پام کې لري د دغه هېواد د کډوالۍ په مرکزونو کې د نیول شویو یو شمېر افغان وګړو د ایستلو او پاکستان ته د لېږدولو لپاره پلان جوړ کړي.
د راپور له مخې، تمه ده چې د دغو کسانو د لېږد الوتنه په راتلونکو اونیو کې ترسره شي، خو تر اوسه په دې اړه رسمي اعلان نه دی شوی.
بلخوا، د «افغان ایواک» بنسټ ویلي، چې په دې پلان کې د هغو افغانانو د کورنیو غړي هم شامل دي، چې په ۲۰۲۱ کال کې په کابل کې د سیاسي بدلونونو تر مخه یې له امریکايي ځواکونو سره همکاري کړې وه.
سرچینه : شرق نیوز

